خبريالانو د معلوماتو د پټولو په برخه کي د کورنيو چارو وزارت وروستی اقدام هم وغانده او زياته يې کړه چي دا د رسنيو د سانسور په معنی دی.
په کندهار کي د ازادو د خبريالانو د مرکز رئيس او د خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر احمد لودين، د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول عبدالسميع غيرتمل، د ژورناليستانو د ملي اتحاديي مسوول صديق الله خليق او د پريس کلب مسوول جاويد تنوير د کندهار د رسنيو د اقتصادي وضعيت په اړه هم خپلي انديښني شريکي کړې، دوی وويل چي مرکزي ادارو تجارتي اعلانونه انحصار کړي دي او محلي رسنيو ته هيڅ راز پاملرنه نه کيږي.
دوی په دې برخه کي حکومت مسوول وباله،چي د محلي رسنيو د مالي تقويي دپاره پروژيي بنسټونه اړ کړي څو رسنيو ته اعلانونه او پروګرامونه ورکړي.
د رسنيزو بنسټونو مشرانو او د رسنيو مسوولينو د رسنيو د لوړو مالياتو څخه هم شکايت وکړ،چي حکومتي خدمات کم او پیسې ډيري اخيستل کيږي.
په پای کي د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال ژمنه وکړه، چي په دې ټولو برخو کي د ستونزو د حل د پاره زمينه سازي کوي، نوموړي وويل هڅه به وکړي، چي د ولسمشر سره د کندهار مېشتو خبريالانو د مجلس زمينه برابري کړي.
نوموړي وويل، حکومت د رسنيو تقويې ته ژمن دی او هيڅ يوه اررګان ته اجازه نه ورکوي چي معلومات پټ او په دې برخه کي معلوماتو د لاسرسي له قانون څخه سرغړونه وکړي.
مينه پال په دې برخه کي خبريالانو ته د حکومت د بشپړ حمايت ډاډ ورکړ.