کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کي ۲۰ وسله واله طالبان وژل سوي دي.

30 دلو 1398 ساعت 14:21

د کندهار امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کندهار په تخته پُل او خاکريز ولسوالۍ کي د هوايي بريدونو په ترڅ کي شل وسله وال طالبان وژل سوي او ګڼ شمېر مهمات ئې له منځه تللي دي.



د خبرپاڼي په حوال تېره شپه د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ اړوند د ماکيانو په سيمه کي د وسله والو پر يوه ګروپ د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريد کړی، چي په ترڅ کي ئې اته تنه وسله وال وژل سوي دي او د دې ترڅنګ د خاکريز ولسوالي اړوند په الم کلي کي هم د غوڅ ملاتړ ځواکونو د وسله والو پر يوه حاموې ټانګ هوايي بريد کړی، چي په پايله کي ئې دولس تنه وسله وال وژل سوي او دهغوئ ګڼ شمېر مهمات او وسايل هم تخريب سوي دي.


د مطلب کود: 203852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203852/کندهار-کي-۲۰-وسله-واله-طالبان-وژل-سوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com