دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 203865
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په یوه وینا کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریا د ولس وبلله، ښاغلي له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په ټآکنو کې یې برخه اخستې ده. ښاغلي غني پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې اوس "د سیالۍ شېبه پای ته رسیدلې او نن د اشتراک ورځ ده. " افغان ولسمشر وویل د سولې په اړه د واک ته رسېدلې ډلې ژمنه داده چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلي غني وویل: "تمه ده چې موږ په صراحت ، جرات او فکر نوي سیاسي چاپیریال ته داخل شو. " افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې " د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. د حکومت سینه طالب او بلې هرې ډلې ته چې غواړي د ټوپک له لارې ځان ثابت کړي خلاصه ده. موږ سوله غواړو تلپایه سوله غواړو او دا ټیم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."
https://avapress.com/vdcjmte8iuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته