د افغانستان اجرائيه ریاست د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د "ذیصلاح محاکمو تر قطعي پرېکړې" ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
د اجرائيه ریاست له خوا نن چارشنبه په یوه خپاره شوي سند کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د دواړو ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو غړي له هېواد بهر د سفر اجازه نه لري.