کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوستم د عبدالله ملاتړ اعلان کړ، خو غني سره یې هم "ښې خبرې" وکړې

30 دلو 1398 ساعت 17:44

د جنبش اسلامي ګوند مشر او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ملاتړي عبدالرشید دوستم نن چارشنبه په جوزجان کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د ټاکنو کمېسیون له لوري د ټاکنو اعلان شوې پایلې ناقانونه وبللې او دا یې د اوسني نظام فشار وباله.
جنرال دوستم د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې ملا وتړله او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د عبدالله له خوا د 'ټول شموله' حکومت اعلانېدو هرکلی وکړي.



ښاغلي دوستم زیاته کړه، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډله بریالۍ ده او عبدالله عبدالله دې ژر تر ژره په شمال کې خپل والیان وټاکي او همدارنګه يې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په فاریاب او سرپل کې دې راووځي او د بریا جشن دې ولمانځي.
نن چارشنبه د ښاغلي دوستم دغه خبرې په افغانستان کې بېلا بېلو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرولې. د وینا په منځ کې زنګ ورته راغی او دی د خبرو له مېزه څنګ ته شو.

وروسته يې وویل چې ولسمشر غني زنګ ورته وهلی و او د ده په خبره، ښې خبرې يې سره کړې دي او له نظامه د ملاتړ غوښتنه يې ترې کړې ده.
جنرال عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال و، خو تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و.


د مطلب کود: 203874

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203874/دوستم-د-عبدالله-ملاتړ-اعلان-کړ-خو-غني-سره-یې-هم-ښې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com