ښاغلي کرزي نن چارشنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ده وار له مخې دا وړاندوینه کړې وه چې ولسمشریزې ټاکنې به "بحران" زېږوي، ځکه چې د ده په نظر، په افغانستان کې "رڼو او بې پرې ټاکنو" ته شرایط نه وو برابر او باید پر ځای يې د سولې پر پروسه ټينګار او تمرکز شوی وای.
د نوموړي په وینا، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو کم ګډون وښوده چې دا بهیر غیر ملي او د ولسواکۍ له اصولو سره په ټکر کې و.
حامد کرزي په خبر پاڼه کې همدا راز په اوسني وضعیت کې خلک یو والي ته وربللي. ده هیله څرګنده کړې چې افغانان پخپل هېواد کې ژر تر ژره د تل پایه سولې شاهدان و اوسي او په ټاکنو کې د سولې په فضا کې خپل برخلیک "پخپل لاس" وټاکي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ان له ټاکنو وړاندې ویلي وو چې د دې پروسې پر ځای باید افغان حکومت او سیاسیون د سولې بهیر ته پام وکړي، او له سولې وروسته خپل سیاسي برخلیک وټاکي.
له دې سره سم د جنبش اسلامي ګوند مشر او په تېره دوره کې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند جنرال عبدالرشید دوستم هم نن چارشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې.