په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی یوناما په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې دا ټولنه د افغانستان د راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته چمتو ده، خو له ټاکنیزو ادارو یې غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په تړاو د نوماندانو د سپیناوي غوښتنو ته پام وکړي.
په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو هر ډول ننګونه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي او د اساسي قانون پر بنسټ په هېواد کې د ثبات او ملي یووالي په ګټه مخې ته شي.
تر دې دمه اروپایي ټولنې، یوناما او کویت د ټاکنو وروستیو پایلو ته ښکاره غبرګونونه ښودلي.