د جرمني پولیس ايي، د دغه هېواد لوېدیځ هاناو ښار په دوو قیلونخونو کې ډزو لږترلږه اته کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي دی، لومړی برید د هاناو ښار په یوه چایخونه کې شوی، چې درې کسان یې وژلي. دویم برید په کیسیلشتان کلي کې شوی، چې پنځه کسان پکې وژل شوي دي.
هاناو ښار له فرانکفورټ ښاره شاوخوا ۲۵ کیلومتره لیرې دی.
پولیس وايي، له بریدونو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او چورلکې هم ورغلې دي.
تر اوسه د هېڅ برید انګیزه مالومه شوې نه ده، پولیس وايي لاهم د مشکوکو بریدګرو په لټه کې دي.