کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابلیانو دولسمشرۍ ټاکنو دوروستیو پایلو هرکلي وکړ

1 حوت 1398 ساعت 13:15

دولسشمریزو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر محمد اشرف غني دټاکنو کمیسیون لخوا دمنتخب ولسمشر په توګه بریالي اعلان کړ نن زابلیان دکلات ښار واټونو ته راوتلي وه او دولسمشر بریایې په ډولونو او اتڼوڼو سره لمانځله دوئ ولسمشر دهیواد داوسنیو شرایطو لپاره غوره شخص وباله او تمه یې وښوده چې دسولي رواني خبري بریالۍ کړي او هیواد ته دایمي سوله او ثبات راولي.
دوئ وویل چې غواړي چې ولسمشر داځل ، لرې سيمو ته حکومتوالۍ وغځوي، فساد له منځه یوسي، اقتصاد پیاوړي کړي او دهیواد کورني او بهرني سیاست ته جدي پاملرنه وکړي.



دوئ نن دکلات ښار واټونو ته راوتلي وه او دولسمشر محمد اشرف غني بریا یې په ډولونو او اتڼوڼو سره ولمانخله.
دوئ وویل چې باید ولسمشر سولي ته لومړیتوب  ورکړي او هیواد ته دایمي سوله اوثبات راولي.
دولسشمریزو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر محمد اشرف غني دټاکنو کمیسیون لخوا دمنتخب ولسمشر په توګه بریالي اعلان کړ نن زابلیان دکلات ښار واټونو ته راوتلي وه او دولسمشر بریایې په ډولونو او اتڼوڼو سره لمانځله دوئ ولسمشر دهیواد داوسنیو شرایطو لپاره غوره شخص وباله او تمه یې وښوده چې دسولي رواني خبري بریالۍ کړي او هیواد ته دایمي سوله او ثبات راولي.
دوئ وویل چې غواړي چې ولسمشر داځل ، لرې سيمو ته  حکومتوالۍ وغځوي، فساد له منځه یوسي، اقتصاد پیاوړي کړي او دهیواد کورني او بهرني سیاست ته جدي پاملرنه وکړي.
دزابل اوسیدونکو همدا ډول دټاکنو له کمیسیون دپریکړي هم مننه وکړه او زیاته کړه چې داوږدو جنجالونو وروسته پدې واتونیدل چې وروستۍ پایل اعلان کړي
دزابل اوسیدونکو دغه راز دولسمشر محمد اشرف غني څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني دخپلي بریا وروسته په ارګ کې خپلو پلویانو ته وویل چې له دې وروسته هېڅ‌چا ته د رقیب په سترګه نه‌ګوري، له ولس سره په ګډه دولت جوړوي او د ولس په هر درد کې به ځان شریک ګڼي..
نوموړي وویل، په راتلونکو ورځو کې د خپل دولت اساسي کرښې له خلکو سره شریکوي، له طالبانو سره سوله او د بې‌وزلۍ ټغر ټولول‌یې د کارونو په سر کې دي او ټینګار یې وکړ چې ټیم‌یې د وېش پر ځای د ګډ تصمیم تګلاره غوره کوي.
ټاکنو کمېسیون له نږدې پنځه میاشتني انتظار وروسته پرون د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ رایو په ګټلو منتخب ولسمشر اعلان شو.
 


د مطلب کود: 203912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203912/زابلیانو-دولسمشرۍ-ټاکنو-دوروستیو-پایلو-هرکلي-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com