دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 203918
یوناما:
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي "یوناما" په یوه وینا پاڼه کې ویلي، چې دا ټولنه د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته چمتو ده، خو له ټاکنیزو ادارو یې غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په تړاو د نوماندانو د سپیناوي غوښتنو ته پام وکړي.
په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو هر ډول ننګونه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي او د اساسي قانون پر بنسټ په هېواد کې د ثبات او ملي یووالي په ګټه مخې ته شي.
یوناما وايي، "ملګري ملتونه دې ټکي ته په اشارې چې د نوماندانو، د ټاکنو د مدیریت کونکو ادارو، رسنیو، مدني ټولنو او نورو فعالینو په ګډون د ټاکنو پروسه د ټولو ښکېلو اړخونو یو ګډ مسوولیت دی، د منظم بهیر پر ارزښت چې د وروستیو پایلو د اعلان سبب شي او په ورته وخت کې په راتلونکې دوره کې د ملي انسجام پر ارزښت ټینګار کوي".
دغې ادارې ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د ټاکنیز بهیر د وروستیو پایلو د اعلان اړوند د هر ډول ستونزو د حل پر ارزښت ټیګار کوي او "یوناما به د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو او د هغوی د کار ملاتړ کړی او خپلې همکارۍ ته به په راتلونکې دوره کې دوام ورکړي."یوناما: 'د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته ژمن یو'
بل خوا، د امریکا د مشرانو جرګې یوه مخکښ غړي لېنزي ګرېهام ولسمشر محمد اشرف غني ته د دویم ځل لپاره د ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: "ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریالیتوب او افغانانو ته په مېړانه د ډیموکراتیک بهیر منلو مبارکي وایم. دا ګرانه مبارزه وه او عبدالله عبدالله او نورو ټولو هغو ته چې له ډیموکراتیک بهیره یې ګټه اخیستې چې غږ یې واورېدل شي. ښه کار مو وکړ. کله چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د منلو او بشري حقونو خبره شي، بېرته شاتک پکې نه شته."
 
https://avapress.com/vdcizparvt1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته