د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی وویل چې ترکیې د ګرځندوی سکتور، تجاري ، اقتصادي او کولتوري اړیکو لا زیات ودې په خاطر بعضو اروپايي هیوادونو وګړو ته د ویزې د معافولو پریکړه وکړه.
اقسوی وویل چې ترکیې د اروپايي ټولنې د شینګڼ د سیمې د هیوادونو نه د اتریش، بلجیم، هالنډ، اسپانیا، پولنډ او انګلستان وګړو ته د ویزو د معافولو پریکړه کړې ده .
د یادو شوو هیوادونو وګړي کولی شي چې د مارچ د دویمې نیټې نه په اعتبار سره توریستیکو سیاحتونو پر مهال د ۹۰ ورځو لپاره پرته د ویزې ترکیې ته سیاحت وکړي.
اقوس ویلي دي چې دا مسئله او تصمیم به د هیواد د ګرځندوی د سکتور د لا زیاتې ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.