امریکا متحده ایالتونو، انګلستان او جرمني د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې پر رژیم غږ وکړ چې په ادلب کې د ترکیې د څار په نقطو بریدونو پایته ورسوي .
کرافټ زیاته کړه ، د امریکا په توګه د ناټو په سازمان کې د خپل نږدې متفق هیواد ترکیې نه چې د سوري کډوالو سره د مرستې په برخه کې تر ټولو دروند بار په اوږو کړی دی د مشروع منافعو نه قوي ملاتړ کوو او د نښتو له امله ترکیې ته د کډوالو د نوې څپې د ماتیدو په اړه د ترکیې اندیښنې درکوو.
همداشان د روسي مقاماتو لخوا پر ترکیې د سوریې په شمال لویدیځ کې د تاوتریخوالي د کچې د لوړولو اړوند تورونو لګول په کلکه توګه ردوو. پرته د شکه چې په سوریه کې د ټولو ناخوالو او ستونزو یواځنی لامل د اسد رژیم او د هغه ملاتړي روسیه او ایران دي.
کرافټ وویل چې امریکا په سیمه کې د اوربند د ټینګولو او اسد رژیم ځواکونه په ۲۰۱۸ کال کې لاسلیک شوي د سوچي هوکړه لیک کې ټاکل شوو سرحدونو ته د بیرته په شا کیدو په خاطر د ترکیې سره په ګډه ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکوو.
همداشان پدې غونډه کې په ملګروملتونو سازمان کې د جرمني دایمې استازي کرستوف هاسین په ادلب کې د ترکیې د څار د نقطو په سیمه کې د تاریخوالي په اړه اندیښنه وښوده.
هغه وویل چې د جرمني په توګه د اسد د رژیم نه هر څه ژر په ادلب کې د ترکیې پر وسله والو ځواکونو د بریدونو د درولو او د تاریخوالي د کچې د راټیټولو غوښتنه کوو.
د انګلستان دایمې استازي کیرن پیرس بیا وویل چې " پر ترکیې بریدونه باید هر څه ژر ودرول شي ځکه چې ترکیې تل په ادلب کې د سوله ایز حل لارې په خاطر هلې ځلې کړي دي. همداشان په سیمه کې هر ډول تاوتریخوالی پر ترکیې چې د څه باندې ۳ نیم میلیونو تنو سوري کډوالو دروند بار او مسئولیت يي په غاړه اخیستی دی منفي اغیزې کولی شي. جرمني پدې اړه اندیښمنه ده. "