کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آلمان حکومت په افغانستان کی د خپلو سرتیرو ماموریت تمدید کړ

2 حوت 1398 ساعت 20:51

د آلمان د فدرالي حکومت کابینې په افغانستان کې د آلماني سرتیرو ماموریت د يوه بل کال له پاره تمدید کړ. دغه پریکړه به پس له هغه نهایي سي چې هغه د آلمان د فدرالي پارلمان له هم تائيد سي.
د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۱۹ مه نیټه) پریکړه وکړه چې ددغه هیواد د سرتیرو ماموریت به په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر ۳۱ می پوری ادامه پیدا کړي. د آلمان حکومت په پام کې لري چې د خپلو سرتیرو نهایي شمیر په اوسني شکل تر ۱۳۰۰ سرتیرو پورې وساتي.



د آلمان د دفاع وزارت معلومات ښیي چې په اوس وخت کې ۱۲۰۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې حضور لري چې له هغو څخه ۹۷۰ تنه یې د مزار شریف په یوه کمپ کې ځای پر ځای سوي دي.
د آلمان د حکومت دغه پریکړه باید د آلمان فدرالي پارلمان یا بوندستاگ ته هم د تأیید له پاره ورسیږي.
د فدرالي آلمان اردو د افغانستان د ناتو د »پریکړنده ملاتړ« په روزنیز ماموریت کې برخه لري. ددغه ماموریت د ادامې ډول د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې په خبرو پورې اړه پیدا کوي.
امریکا او طالبان ظاهراً د یوې توافقنامې د لاسلیک کولو په درشل کې دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پاره زمینه برابروي او چې په بدل کې به یې طالبان ژمنه کوي چې د افغانستان له خاروې به نورو هیوادونو ته د ترهگرۍ گواښ متوجه نه سي. سربیره پر دې په پام کې ده چی بین الاافغاني خبرې اترې به هم پیل سي.
د پریکړنده ملاتړ ماموریت وظیفه روزنه، د مشوره ورکول او د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ دی. د آلمان د اردو د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې شاوخوا ۱۶ زره سرتیري په دغه ماموریت کې پر دنده بوخت دي. په مجموعي ډول د ناتو  ۳۹ غړي او متحد هیوادونه په دغه ماموریت کې برخه لري.
 


د مطلب کود: 203955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203955/د-آلمان-حکومت-په-افغانستان-کی-خپلو-سرتیرو-ماموریت-تمدید-کړ

آوا
  https://www.avapress.com