د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د سنوکر د کلپ د چت د راغورځیدو له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې پدې پیښه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی او څو دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې پیښه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د دوه سړکه په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د بله پلوه د ننګرهار روغتون ویلي دي چې د پیښې درې مړي او دوه ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.
د والي ویاند ویلي دي چې د سنوکر د کلپ چت د ډیر زیات زوړوالي له امله راپریوتی دی.