کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل نن له نیمې شپې پیلېږي"

2 حوت 1398 ساعت 16:56

د افغانستان امنیت شورا وايي د فبرورۍ له ۲۲مې (شنبه، د کب ۳) به په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل پلي شي.



د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل  وویل، چې افغان حکومت د دې پلان د عملي کولو لپاره "پوره چمتو والی" لري.
نوموړی وايي: "تمرکز یې پردې ور ټول دی چې له دغې یوې اونۍ موکې څخه پوره ګټه واخیستل شي او موږ سولې ته ورسوي. تردې وړاندې اوربند وشي او د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شي."
ښاغلی فیصل زیاتوي چې د تاوتریخوالي کمولو د هوکړې عملي کېدا به ټول افغانستان کې د فبرورۍ له ۲۲مې (نن شپه ۱۲ بجې د سهار) پیل شي.
د طالبانو یوې سرچینې  منلې چې د تاوتریخوالي کمېدل به د نن شپې له ۱۲ بجو نه پیلیږي.
د امنیت شورا ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې "تیار سئ" حالت کې واوسي او په وینا یې له خپلو خلکو، لویو لارو او تأسیساتو نه دفاع ته چمتو وي.
جاوید فیصل زیاتوي چې د داعش او "نورو ترهګرو ډلو" خلاف عملیاتو او نورو فعالیتونو کې بدلون نه راځي.
 


د مطلب کود: 203990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203990/افغانستان-کې-د-تاوتریخوالي-کمېدل-نن-له-نیمې-شپې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com