کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان او امریکایان د فبرورۍ پر ۲۹مه خپلمنځۍ هوکړه لاسلیکوي

3 حوت 1398 ساعت 12:26

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.
طالبانو هم په یوه جلا اعلاميه کې ويلي د تړون د لاسلیک تر نېټې به دواړه لوري مناسبه فضا برابروي، د بندیانو د خلاصون لپاره به ترتیبات نیسي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به لاره جوړوي.


امریکا او طالبان وايي په خپل منځ کې به بله شنبه (کب پر لسمه یا د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې تړون لاسلیک کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.
طالبانو هم په یوه جلا اعلاميه کې ويلي د تړون د لاسلیک تر نېټې به دواړه لوري مناسبه فضا برابروي، د بندیانو د خلاصون لپاره به ترتیبات نیسي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به لاره جوړوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د ملي وحدت له حکومت سره په مشوره يې مرکچيان په دوحه کې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د تاوتريخوالي پر پام وړ کمولو سلا شوي دي.
هغه ويلي د دغې هوکړې له بريالۍ پلې کېدا وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ تړون کې پرمختګ وشي او تمه لري چې پر بله شنبه یا د فبرورۍ په ۲۹مه به دا تړون لاسلیک شي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون له لاسلیکېدو وروسته به ژر د افغانانو خپل‌منځي خبرې هم پیل شي.
 


د مطلب کود: 204024

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204024/طالبان-او-امریکایان-د-فبرورۍ-پر-۲۹مه-خپلمنځۍ-هوکړه-لاسلیکوي

آوا
  https://www.avapress.com