کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د "تاوتریخوالي کمولو" اوونۍ پیل شوه

3 حوت 1398 ساعت 12:28

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خوا (پر جمعه ۲۱ فبروري ) په خپره شوې اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه ویل شوي چې امریکايي مرکچیان له طالب استازو سره په دې موده کې "په تاوتریخوالي کې د پام وړ او افغانستان شموله کموالي هوکړه کړې ده.



د افغانستان په وخت نن شپه ۱۲:۰۰ بجې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده پيل شوه چې یوه اوونۍ به دوام کوي او د بریالي کېدو په صورت کې به یې یوه اوونۍ وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک کېږي.
د شوې هوکړې له مخې په دې یوه اوونۍ کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راځي، ښکېلې خواوې به یو پر بل بریدونه نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خوا (پر جمعه ۲۱ فبروري ) په خپره شوې اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه ویل شوي چې امریکايي مرکچیان له طالب استازو سره په دې موده کې "په تاوتریخوالي کې د پام وړ او افغانستان شموله کموالي هوکړه کړې ده.
 


د مطلب کود: 204026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204026/په-افغانستان-کې-د-تاوتریخوالي-کمولو-اوونۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com