کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نوي کال کي به د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کې ۴۰ زره نوی نیالګي کښېنول سي

3 حوت 1398 ساعت 18:32

د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه شوه، چي پر مهال یې د ولایت مقام دواړو مرستیالانو، د ولایتي شورا رئيس حاجي سیدجان خاکرېزوال او د ټولو ادارو رئیسانو او استازیو ګډون کړی وو.
د غونډي په پيل کي کندهار والي حیات الله حیات له جمهور رئيس سره د ټولو والیانو د وروستۍ لیدني په اړه معلومات شریک کړل او وویل، جمهوررئيس له والیانو، د قول اردو قوماندانانو، د امنیه قومندنانو او د ولایتي شورا رئیسانو سره په جلا جلا لیدنو کي د سولي، حکومتدارۍ د پیاوړتیا او نورو مسایلو اړوند مجلسونه درلودل او جزئیات یې شریک کړل.



کندهار والي د ټولو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه کړه، چي د جمهوررئيس د هدایت په اساس په خپلو دندو پاته او د هېڅ ډول شخصي او رسمي چارو لپاره دندې پرېنږدي، څو د هېواد په حساسو شرایطو کي د خدمتونو په وړاندې کولو کي خلا رامنځته نه سي.
په اداري مجلس کې مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، د حوت میاشتي نهمه د امنیتي ځواکونو ملي ورځي سره سمون لري او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د دغي ورځي د لمانځلو لپاره به د راتلونکي شنبې ورځي وروسته د ټولنې بېلابېلو قشرونو سره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ جلا جلا غونډي جوړی سي.
ښاغلي منیب یو شمېر ادارو څخه غوښتنه وکړه، چي د یوې ګډي کمېټې په مرسته د یادي ورځي د لمانځلو په برخه کي ولایت مقام سره ګډ کار وکړي.
وروسته د اجنډا له مخي د معلولینو چارو امر د معلولینو د معاشاتو د ځنډ په اړه وویل، د بودیجې کمښت او د معلولینو د حقونو د ورکړي نوي طرزالعل، چې د تطبیق لپاره یې شرایط نامناسب دي، له امله د معلولینو معاشات ځنډېدلي او هڅه یې دا ده، چي د ولایت مقام په مرسته ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.
کندهار والي په دې اړه د معلولینو چارو امر ته سپارښتنه وکړه، چې نوي طرزالعمل معلولینو ته تشرېح کړي، څو د هغوی قناعت حاصل سي او هدایت یې وکړ، چي معلولین په فزیکي لحاظ په کټګوریو ووېشي، څو په راتلونکي کې د لومړیتوب په اساس معلولینو ته د دوی حقوق تسلیم سي.
په نننۍ اداري غونډه کې د فواید عامې رئیس انجینر ګل احمد حمیدي د کندهار ـ ارزګان سړک د ترسره سویو چارو په اړه معلومات شریک کړل او وویل، د کندهار ـ ارزګان ۳۸ کیلومټره غځېدلی سړک ۳۶ سلنه بودیجه مصرف سوې او ۱۴ کیلومټره رغول سوی، خو په وینا یې د ماشینونو تخریب، امنیتي ستونزې، یخي هوا، د ماین پاکي ټیمونو نشتوالي او د بودیجې د تخصیص نشتون له امله د دغه سړک رغنیزي چاري توقف کړي وې، چی په نږدې راتلونکي کي به بېرته پیل کړي.
کندهار والي د یادي لاري د رغنیزو چارو پر بیا پیلېدو ټینګار وکړ او دغه راز یې د فواید عامې رئیس ته سپارښتنه وکړه، چي د شمالي او جنوبي بای پاسونو ترڅنګ د یو شمېر تخریب سویو پلونو د مشخصاتو په اړه له ده سره معلومات شریک کړي، څو مرکزي ادارې څخه د همکاریو غوښتنه وکړي.
په اداري مجلس کي د ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم رضايي وویل، د پسرلي موسم له رارسېدو سره سم یې د پاک او زرغون ښار منظم پلان برابر کړی او د ولسونو په همکاري به د ښار په ۱۵ بېلابېلو ساحو کي ۴۰ زره نوی نیالګي کښېنول سي.
د اداري مجلس د نننۍ غونډي په پای کي د کار او ټولنیز چارو رئیس حمیدالله مبارز د حرفوي سوالګرو او ماشومانو د ټولنیز خوندیتوب په اړه د ترتیب سوس طرحي په عملي کولو کي یو شمېر ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د کندهار والي او اړوندو ادارو له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکول سو.
 


د مطلب کود: 204060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204060/په-نوي-کال-کي-د-کندهار-ښار-بېلابېلو-ساحو-کې-۴۰-زره-نوی-نیالګي-کښېنول-سي

آوا
  https://www.avapress.com