کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سیاستوال: ګډ حکومت دې جوړ شي، د ټاکنو د پایلو اعلان د اساسي قانون خلاف دی

4 حوت 1398 ساعت 10:21

یو شمېر افغان سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د ټولو په ګډون د داسې یوه حکومت رامنځته کولو غوښتنه کړې چې د دوی په وینا سولې ته ژمن وي.
په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، د ملي اسلامي جنبش ګوند د مرکزي شورا مشر باتور دوستم، د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق، د افغانستان د وحدت ګوند محمد کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او انوار الحق احدي برخه لرله. دوی د ګلبدین حکمتیار په کور کې غونډه کړې ده.



د دې ډلې سیاستوالو له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې "د اساسي قانون سره د حکم خلاف اعلان شوې د کړکیچ پراخېدو لامل کېږي نو ځکه خلکو ته د منلو نه دي. "
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو د یوه داسې "ټول شموله حکومت" د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د دوی په وینا د افغانانو د سیاسي اجماع استازولي وکړي او د سولې له بهیر سره همکار وي.
دې ډلې سیاستوالو د سيمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د "کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي او سولې بهیر ته د زیان نه رسېدو په موخه دې د ولسمشریزو ټاکنو د اعلان شویو پایلو ملاتړ نه کوي."
په اعلامیه کې له نورو افغان سیاسي شخصیتونو غوښتنه شوې چې له دې ډلې سره یو ځای شي.
 


د مطلب کود: 204085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204085/افغان-سیاستوال-ګډ-حکومت-دې-جوړ-شي-د-ټاکنو-پایلو-اعلان-اساسي-قانون-خلاف-دی

آوا
  https://www.avapress.com