دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 204098
کندهار والي حیات الله حیات د ولایت مقام کي د ترکیې سفارت تجارتي اتشې جریر بوزات سره لیدنه کي وکړې، چي د لیدني پر مهال د بهرنیو چارو رئیس ظاهر الکو او کندهار کي د شپږو سوداګریزو خونو مسؤلینو او استازو ګډون کړي وو. د لیدني په پیل کي د ترکیې سفارت تجارتي اتشې جریر بوزات وویل، څه موده مخکي کندهاروالي د ترکیې سفیر څخه غوښتنه کړې وه، چي کندهار ته خپل تجارتي اتشه راواستوي، چي د ترکیې سفیر په هدایت یې کندهار ته سفر کړي، تر څو دلته د سوداګرو او صنعت کارانو سره د شته فرصتونو او تجارتي پوتینشل په اړه مساعد چاپیریال معلوم کړي او د کندهاری سوداګرو سره په ګډه په ځینو برخو کي پانګونه وکړي.
ښاغلي بوزات وویل، موږ به سوداګرو ته د ویزو ورکړه کي ځانګړې توجو وکړو، تر څو ترکیه هیواد کي بیلابیلو سوداګریزو نندارتونو کي راسره ګډون وکړي او د دواړو هېوادنو ترمنځ تجارتي اړیکې پیاوړې سي.
د ده په وینا، ترکیه هېواد پلان لري، چي افغان حکومت سره په ګډه صنعتي پارک جوړ کړي او د یو شمېر نورو نویو پلانونو په اړه یې کندهار والي سره معلومات شریک کړل.
وروسته کندهاروالي حیات الله حیات د ترکیې سفارت څخه مننه وکړه، چي د ده غوښتنه يې منلې او وویل، د کندهار سوداګرو ته دي د ویزو د ورکړي اسانتیا برابره او د کندهار-ترکیې تر مینځ دي مستقیمو پروازونو ته لاره هواره سي.
ښاغلي حیات زیاته کړه، د کندهار په صنعتي پارک کي د پیپونو د تولید کمپنۍ موجودي دي او موږ علاقه لرو، چي د ترکیې هیواد د پیپونو کمپنۍ زموږ د کمپنیو سره همکاري وکړي، تر څو د اوبو قطره سیسټم لپاره باکیفیته پیپونه تولید او صادر کړو.
کندهار والي همدارنګه زیاه کړه، په دې وروستیو کي د کندهار په دامان ولسوالي کي د صنعتي پارک لپاره ۹۵۰ جریبه ځمکه منظور سوې او قانوني مراحل یې خلاص سوي دي او د ترکیې هیواد راغلي استازي ته یې وړاندیز وکړ، چي ترکیه دې په یاده ځمکه کي صنعتي پارک جوړي کړي، ځکه یاده سیمه له یوې خوا منابعو ته نږدې ده او له بل پلوه دغه لاره د اسیا د تجارتي لارو په مسیر کي واقع کېږي.
په غونډه کي کندهاري سوداګرو په ځینو مهمو تجارتي برخو کي د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ګډۍ پانګوني غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ، چي ترکیه دې د ویزو ورکړي په برخه کي د اسانتیا په موخه په کندهار کي قونلسلګري پرانیزي.
https://avapress.com/vdci35arvt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته