دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 204162
د غني د لوړې مراسمو ته چمتووالی؛ خو عبدالله یو بل والي هم وټاکه
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو جوړولو ته د یوه فرمان له لارې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی. د دغه حکم له مخې د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د دغو مراسمو لپاره ټول امنيتي تدابیر او تشریفات په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړ کړي.
د پروان دولايتي شورا مشر او د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون مشر غلام بهاالدين جيلاني بي بي سي ته ویلي لومړني چمتووالي نيول شوي او ښايي د ولسمشر د لوړې مراسم د کب پر اتمه، یعنی د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جوړ شي.
په ورته مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټیم شمالي جوزجان ولایت ته خپل والي معرفي کړی. د دغې ټاکن‌ډلې کسانو د جوزجان د ولايتي شورا غړی عبدالحی حیات د دغه ولایت د والي په توګه معرفي کړی.
خو د سیمه‌ ييزو ارګانونو اداره وايي د دوی ټول واليان په خپلو ادارو کې پر کارونو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcaiynuu49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته