کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عراق په ایران کې د کرونا ویروس د تثبیتیدو له امله دې هیواد ته د الوتکو په تګ راتګ بندیز ولګو

6 حوت 1398 ساعت 13:28

عراق په ایران کې د کرونا ویروس د تثتبیدو او ددې ویروس له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکولو نه وروسته ایراني وګړو په ویزې د بندیز لګولو پریکړه وکړه.
د عراق د کورنیو چارو وزیر په امضا د خپور شوي یو حکم له مخې په ایران کې د کرونا ویروس له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکولو نه وروسته تر امر ثاني پورې ایراني وګړو ته د ویزې په ورکولو بندیز لګول شوی دی.



همداشان  عراق ویلي دي چې په ایران کې د کرونا ویروس د تثبیتیدو او مړینو له امله يي ددې هیواد سره  د درې ورځو لپاره د خپلو ټولو سرحدي دروازو د تړولو پریکړه کړې ده .
د بله پلوه  د عراق د ټرانسپورت وزارت ایران ته د ټولو الوتکو په تګ راټګ بندیز لګولی دی.
عراق ویلي دي چې کار پریکړې  د کرونا ویروس  د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې شوي دي.


د مطلب کود: 204164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204164/عراق-په-ایران-کې-د-کرونا-ویروس-تثبیتیدو-له-امله-دې-هیواد-ته-الوتکو-تګ-راتګ-بندیز-ولګو

آوا
  https://www.avapress.com