دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 204164
عراق په ایران کې د کرونا ویروس د تثبیتیدو له امله دې هیواد ته د الوتکو په تګ راتګ بندیز ولګو
عراق په ایران کې د کرونا ویروس د تثتبیدو او ددې ویروس له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکولو نه وروسته ایراني وګړو په ویزې د بندیز لګولو پریکړه وکړه. د عراق د کورنیو چارو وزیر په امضا د خپور شوي یو حکم له مخې په ایران کې د کرونا ویروس له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکولو نه وروسته تر امر ثاني پورې ایراني وګړو ته د ویزې په ورکولو بندیز لګول شوی دی.

همداشان  عراق ویلي دي چې په ایران کې د کرونا ویروس د تثبیتیدو او مړینو له امله يي ددې هیواد سره  د درې ورځو لپاره د خپلو ټولو سرحدي دروازو د تړولو پریکړه کړې ده .
د بله پلوه  د عراق د ټرانسپورت وزارت ایران ته د ټولو الوتکو په تګ راټګ بندیز لګولی دی.
عراق ویلي دي چې کار پریکړې  د کرونا ویروس  د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې شوي دي.
https://avapress.com/vdcce0qi02bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته