دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 204168
د کندهار دعامي روغتیا ریاست وايي، د سینه بغل په ناروغۍ د اخته کوچنیانو شمېر تر پروسږکال لوړ سوی دی. خو د کورنیو مشران يې يو لامل سږکال د یخ اوږده څپه او خپل کمزوری اقتصاد بولي.
د  کندهار د عامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي، سږکال له دوی سره ( ۲۱۷۹۷) هغه کوچنیان راجسټر سوي دي، چي په سینه بغل اخته وو. د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټرموسی جان سلطاني المان ږغ دویچه ویله ته وویل، دغه کوچنیان پرمیرویس حوزوي روغتون سربیره د ښار او ولسوالیو په بیلا بیلو روغتیايي مرکزونو کي ثبت سوي دي.

د سلطاني په قول، له یادي ډلي ( ۹۸۹) تنه کوچنیان، چي حالت يې اندېښمن وبستر سوي دي.  هغه زياته کړه چي د بستر سويو کوچنیانو په ډله کي، ( ۷۹) کوچنیانو د سخت سینه بغل له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی: « سږکال په کندهارښار او شاوخوا سیمو کي هوا د نورو کلنو په پرتله سخته یخه او په ځینو سیمو کي ان واوري هم وسوې، چي دغه ناببره یخ دلته د کوچنیانو د سینه بغل کچه لوړه کړه. »

د نوموړي په قول، له یوې خوا سږکال د یخ اوږده څپه او له بلي خوا د یوشمیر کورنیو په ځانګړي ډول د میندو بې پروايي هغه څه وه، چي د کوچنیانو د سینه بغل ګراف يې لوړ کړ.  شهلا ( مستعارنوم ) د کندهار ښار د میربازار سیمي یوه ۳۰ کلنه میرمن ده، چي کوچنۍ لور پلوشه يې د کندهارپه میرویس حوزوي روغتون د کوچنیانو په څانګه کي بستر کړې ده. دا وايي، ترمخه يې د لور ټوخ لږ ؤ، خو له تیري یوې هفتي راهیسي يې ټوخ او ځیګر بندېدل زیات سوي دي.  د دې په قول، کورنۍ دواوي او نژدې ډاکټر ته يې څو واري ور وستلې ده، مګر چنداني ګټه يې نه ده ورته کړې.
دغه مېرمنه وايي، څلور ورځي کیږي، چي ناجوړې لور يې دلته راوستلې او اوس يې یوڅه ټوخ او ناجوړي لږ سوې ده: « سمه نجلۍ وه، د ټول کور ساعت په تیر و، مګر په دغه یخ کي یوه ورځ لوڅ سر مازیګر مهال کوڅې ته وتلې وه، چي راغله ماښام يې تبه اوټوله شپه يې ټوخله، ډېره په تکلیف سوه او بیا نو اړ سوو دلته مو راوستله. »

په کندهارکي د بشري حقونو یو تن پلوی او مدني فعال عبدالکریم قدردان سږکال په دغه ولایت کي د دومره زیاتو کوچنیانو په سینه بغل اخته کیدو او له دې امله د هغوی مړيني اندېښمن کړی دی. قدردان وايي، د عامي روغتیا ریاست او نورو اړوندو څانګو ته په کار ده، چي په هر موسم، په ځانګړي ډول د یخ په راتلو سره د سیمه ییزو راډیو ګانو له لاري کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړي اویاهم ګرځنده ډلي وګوماري، چي کور په کور وګرځي، ترڅو کورنۍ پوه اوخپلو کوچنیانو ته پاملرنه زیاته کړي.
 
https://avapress.com/vdcg3t9x7ak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته