یوې ساري ناروغۍ ته هغه وخت نړېواله وبا ویل کېدای شي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په اسانۍ له یوه انسانه بل ته ولیږدي.
د کووېډ-۱۹ وېروس چې تنفسي ناروغي رامنځته کوي، هره ورځ یې نوې مثبتې پېښې رامنځته کیږي چې له چین وروسته اوس په سویلي کوریا، ایټالیا او ایران کې هم د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
پر کورونا یا کووېډ-۱۹ وېروس د اخته کسانو ډېر شمېر په چین کې دي، چې د دې ناروغۍ مرکز بلل کېږي. هلته شاوخوا ۷۷ زره تنه پرې اخته شوي او نږدې دوه زره او ۶۰۰ یې له امله مړه شوي دي. خو اوس په دغه هېواد کې د نویو مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی.
له چینه بهر په نورو شاوخوا دېرشو هېوادونو کې څه باندې یو زر او ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له امله یې له شلو زیات کسان مړه شوي دي.