سعودي دعوتګر عائض القرني په تازه څرګندونو کې د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه پر ملاتړو نیوکې کړې او عثماني خلافت یې د اسلامي نړۍ "نیواکګر" بللی دی.
ډېری خواله رسنیو کارنو د القرني دا څرګندونې د انقرې او ریاض ترمنځ د ترینګلتیا پیلامه بللې ده.
القرني په یوه وېډیو کې دا څرګندونې کړې او اسراییلو ته یې د اردوغان د یوه مخکېني سفر ځینې برخې هم پکې راخیستې دي.