په افغانستان کي د یونسیف ادارې عمومي مسؤل ابوبکر کمپو ولایت مقام کي کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي تر څنګ یې افغانستان کي د یونسیف Wash پروګرام مسؤل فولېس، یو شمیر نورو مسؤلینو او د ولایتي ادارې سکتوري رئیسانو هم حضور درلود.
د لیدني په پیل کي د افغانستان لپاره د یونسیف ادارې عمومي مسؤل ابوبکر کمپو د ولایتي ادارې د هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او وویل، کندهار ته د راتګ موخه یې دلته د خپلو ترسره کړو او روانو پروګرامونو څخه نظارت، د پولیو پر ضد د واکسین پروګرام څخه لیدنه او ارزونه، د ماشومانو د روغتیا او پوهني اړوند پروګرامونو څخه ارزونه، د ولایتي ادارې سره د څښاک اوبو شبکې اړوند د معلوماتو تبادله او نویو وړاندیزونو اوریدل په ګوته کړل.
د لیدني په وروستیو کي کندهار والي ښاغلي ابوبکر کمپو ته کندهار کي د دوی د تاسیساتو جوړولو په موخه د ځمکي اسناد هم تسلیم کړل، چي یاده کړنه د افغانستان او ملګرو ملتونو نړیوال سازمان تر مینځ د هغه تفاهم لیک له مخي ترسره سوه، چي د افغانستان حکومت به هر ولایت کي د ملګرو ملتونو سازمان موسساتو ته د تاسیساتو جوړولو لپاره په وړیا توګه ځمکي په اختیار کي ورکوي او چي کله د یادي موسسې هدف پای ته رسیږي نو ورسره سم به یې تاسیسات افغام حکومت ته تسلیموي.