ښاغلي حیات زیاته کړه، د افغانیو ترویج کمپاین د پیل پر مهال یې د افغانیو کوچنیو بانګ نوټونو د کمښت ستونزه جدي نیولې وه او د مرکز څخه یې یاده برخه کي د همکاري غوښتنه کړې وه، چي د افغانستان بانک یاده موضوع حل کړې او تر دې وروسته جنوبي حوزه کي د افغانیو کوچنی بانک نوټونو ستونزه حل ده.
د ښاغلي حیات په خبره کندهار کي د افغانیو ترویج لپاره ولسي همکاري ډیره اړینه ده، تر څو د ژمنتیا له مخي هر څوک په ورځنی کاروبار کي افغانیو ته ارزښت ورکړي او راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کړي.
په غونډه کي د افغانستان بانک حوزوی امر محمدنعیم اکبري وویل، د جنوب لویدیځي حوزي په کچه د کوچنیو بانک نوټونو ستونزه حل سوې او دا مهال یې هلمند او ارزګان ولایتونو ته د افغانیو بانک نوټونه استولي، چي ډیر ژر به یې زابل ته هم واستوي.
د اکبري په وینا، د افغانیو د ترویج او د بهرنیو اسعارو د مخینوي کمپاین په چټکۍ پر مخ روان دی او په میلیونو بانک نوټونه یې بانکونو او اصنافو ته تسلیم کړي، تر څو یاده برخه کي هیڅ ستونزه پیښه نسي او همدارنګه یې د ښار ټولو اصنافو ته وویل، چي د منظم مهالوېش له مخي کولای سي، د افغانستان بانک څخه د افغانیو کوچنی بانک نوټونه ترلاسه کړي او خپل ورځني کار بار کي د افغانیو استعمال ته لومړیتوب ورکړي.
په غونډه کي د اصنافو اتحادیې مسؤلینو د افغانیو د ترویج پروسې پر دوام د ټینګار ترڅنګ د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادولو وړ ده، چې په کندهار ښار او ولسوالیو کي د افغانیو د ترویج پروسه په بریالیتوب سره روانه او دا مهال نږدې په ټول کندهار کي په افغانیو راکړه ورکړه تر سره کیږي.