دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 204251
دګوزڼ يا پوليو ناروغۍ په وړاندي دواکسيناسيون دري ورځني کمپاين داځل دوولسمه ناحيه کي دروغتيا پالانو له لوري راپيل سو، چي په ترڅ کي به يې دسويلي زون په کچه د۱،۷ ميلونه څخه زيات هغه کوچنيان واکسين سي چي عمرونه يې ترپنځو کلنو کم وي . په سویلي زون کې د واکسيناسيون مسول ډاکټر عبدالقيوم پخلا دکمپاين دپيل پرمهال وويل، چي دهڅو سره سره بيا هم نه دې توانېدلي ترڅو ټول شموله کمپاين ترسره کړي هغه وويل چي تر نهه سوه زره زيات کوچنيان هغه سيمو کي ژوند کوي چي هلته دوی کور په کور کمپاين نه سي ترسره کولای .
دواکسيناسيون مسئولين دياد مطلب په څرګندولو سره وايې، چي دپوليو واکسين په وړاندي لوی خنډ دخلګو نه پوهاوی دي.
ډاکټر عبدالقيوم پخلا دپوليو ويروس په وړاندي ګډ کار اړين وباله او دخلګو يې وغوښتل ترڅو هيڅ کوچني دواکسين څخه محروم نکړي .
دګوزڼ يا پوليو ناروغۍ په وړاندي دواکسيناسيون دري ورځني کمپاين داځل دوولسمه ناحيه کي دروغتيا پالانو له لوري راپيل سو، چي په ترڅ کي به يې دسويلي زون په کچه د۱،۷ ميلونه څخه زيات هغه کوچنيان واکسين  سي چي عمرونه يې ترپنځو کلنو کم وي .
په سویلي زون کې د واکسيناسيون مسول ډاکټر عبدالقيوم پخلا دکمپاين دپيل پرمهال وويل، چي دهڅو سره سره بيا هم نه دې توانېدلي ترڅو ټول شموله کمپاين ترسره کړي هغه وويل چي تر نهه سوه زره زيات کوچنيان هغه سيمو کي ژوند کوي چي هلته دوی کور په کور کمپاين نه سي ترسره کولای .

په ورته وخت کي عام هيواد وال هم دفلج ناروغۍ يواځني علاج دپوليو واکسين بولي او دټولو والدينو غواړي ترڅو دنورو ټولنو په څيردوی هم دپوليو ناروغۍ په وړاندي ددولت سره مبارزه کي کوټلي ګامونه پورته کړي.

ديادوني وړده، چي په روان زيږديزکال کي دادوهم کمپاين دي چي دهيواد په څلور ويشتو ولايتونو کي ترسره کيږي روغتياپالان وايې ددوی هڅه داده ترڅو سويلي حوزه کي خپل فعاليت جدي تطبيق کړي ځکه تيرکال کي دهيواد دشلو مثبتو پيښو څخه يواځي شپاړس يې په دې حوزه کي رامنځته سوي دي .
https://avapress.com/vdcjixe8vuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته