کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: افغان حکومت د لوړې مراسمو ځنډول منلي؛ د موازي حکومت جوړولو هڅې ناقانونه دي

7 حوت 1398 ساعت 10:23

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته په خپل لومړي رسمي غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.



په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان حکومت د ولسمشر د لوړې مراسمو پر ځنډولو موافقه کړې، او امریکا یې له دې کبله مننه کوي.
دغه اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې له مخې ولسمشر اشرف غني بریالی اعلان شوی څاري، خو په کار ده چې په دې اړه شته اندېښنې د اساسي قانون او له قانوني لارو هوارې کړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې راتلونکی حکومت دې پراخ بنسټه وي، داسې چې د ټولو افغانانو هیلې پر ځای کړي.
په اعلامیه کې پر افغان سیاستوالو او د هغوی پر ملاتړو غږ شوی چې "سیاسي بحثونه په ارامۍ او د زور او یا د زور کارولو له ګواښ پرته ترسره شي." او دوی "باید د اساسي قانون او قانون حاکمیت خلاف د موازي حکومتي بنسټونو د رامنځته کولو په ګډون له ټیکاو ګډوډوونکو کړنو لاس واخلي."
 


د مطلب کود: 204288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204288/امریکا-افغان-حکومت-د-لوړې-مراسمو-ځنډول-منلي-موازي-جوړولو-هڅې-ناقانونه-دي

آوا
  https://www.avapress.com