ټرمپ په نوي ډيلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا به په سیمه کې تلپاتی استخباراتي شتون ولري، ځکه چې دا سیمه (افغانستان او ګاونډ) د ستونزو ځاله ده.
د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو پر هوکړه، د ده د مخالفینو په ګډون، ټول خلک خوښ دي.
نوموړي وویل، که له هوکړې وروسته په سیمه کې د امریکا پر ضد کوم څه پېښ شي نو امریکا به یې سخت ځواب ورکړي.
امریکایي ولسمشر زیاته کړه چې د هند له لومړی وزیر نرېندرا مودي سره یې هم د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه خبرې کړې دي او هغه هم غواړي چې دا هوکړه وشي.
د هغه په وینا، امریکایی پوځ له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې دی او اوس وخت را رسېدلی چې له دې هېواده ووځي.
ټرمپ وویل، د ده ادارې د افغان جګړې په اړه پرېکنده دریځ نیولی، او تور یې پورې کړ چې پخوانیو امریکایي حکومتونو په دې اړه هېڅ نه دي کړي.