دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 204289
ټرمپ: افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ویلي، له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي هوکړې له مخې به افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر په لومړي پړاو کې ۸۶۰۰ ته راکموي. ښاغلي ټرمپ وویل، له هغه وروسته به ګوري چې دایمي پایله څه راووځي.
ټرمپ  په نوي ډيلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا به په سیمه کې تلپاتی استخباراتي شتون ولري، ځکه چې دا سیمه (افغانستان او ګاونډ) د ستونزو ځاله ده.
د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو پر هوکړه، د ده د مخالفینو په ګډون، ټول خلک خوښ دي.
نوموړي وویل، که له هوکړې وروسته په سیمه کې د امریکا پر ضد کوم څه پېښ شي نو امریکا به یې سخت ځواب ورکړي.
امریکایي ولسمشر زیاته کړه چې د هند له لومړی وزیر نرېندرا مودي سره یې هم د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه خبرې کړې دي او هغه هم غواړي چې دا هوکړه وشي.
د هغه په وینا، امریکایی پوځ له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې دی او اوس وخت را رسېدلی چې له دې هېواده ووځي.
ټرمپ وویل، د ده ادارې د افغان جګړې په اړه پرېکنده دریځ نیولی، او تور یې پورې کړ چې پخوانیو امریکایي حکومتونو په دې اړه هېڅ نه دي کړي.
https://avapress.com/vdcaaynuo49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته