دا نوي لوبیز فعالیتونه د ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو یوه برخه ګڼل کېږي، چې غواړي د سعودي محافظه کاره ټولنه نړۍ ته د یوې روڼ اندې ټولنې په توګه وروپېژني.
خو فعالان وايي، لاهم ډېرو اصلاحاتو راوستلو ته اړتیا ده چې په لړ کې یې ښځې خپل حقونه ترلاسه کړی شي.
سعودي چارواکي وايي، له دې وروستي ګام اخیستو یې موخه په لوبو کې د ښځو د ګډون پیاوړي کول دي.
د سعودي د لوبو فدراسیون ویلي "په ټولنیزه کچه د ښځو د فوټبال سیالیو پیلېدل په سپورت کې د ښځو د ګډون پیاوړي کولو او په لوبو کې د دوی د لاسته راوړنو د ملاتړ په معنا دي."
تېر کال د سعودي شاهۍ واکمنو له خوا ښځو د دوی له ولي پرته د سفر کولو اجازه ورکړل شوه او په خوړنځیو کې د ښځو د جلا کېناستو بندیز هم لیرې شو.
خو د حکومتي اصلاحاتو له پیلېدا وروسته د ښځو د حقونو ګڼې فعالانې ونیول شوې.