خو د افغانستان خلک یا په ځانګړي ډول هغه سیمې چې طالبان پرې کنټرول لري، د پولیو په اهمیت نه دي خبر او چې کور ته واکسین ور نه شي، حاضر نه دي چې روغتیایي مرکزونو ته د واکسینو لپاره لاړ شي.
د پولیو واکسین کور پپه کور ډیزاین شوي او د واکسین رضاکاران اړ دي چې د هر کور دروازه وټکوي، د واکسین پپه تړاو خلکو ته مالومات ورکړي او واکسین تر اړمن ماشوم ورسوي.
تازه کندهار کې طالبانو د دوشنبې په ورځ یوه ولسوالۍ کې بیخي د پولیو اجازه نه ورکوي او نورو ولسوالیو کې بیا کور په کور اجازه نه ورکوي.
طالبان پلمه دا کوي چې د پولیو رضاکاران د دوی د وسله والو مرکزونو مالومات دولتي او بهرنیو ځواکونو ته ورکوي، خو د پولیو واکسینو مسوولینو دا پلمه هم د طالبانو ختمه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې خپل کسان دې د رضاکارانو په صفت معرفي کړي چې د پولیو څاڅکي د دوی تر کنټرول لاندې کلیو کې خلکو ته ورسوي.
طالبان ادعا کوي چې د پولیو رضاکاران جاسوسي کوي له همدې کبله کور په کور د واکسین اجازه نشته، خو دا پلمه ځکه د منلو نه ده چې د دوی کسان دې دا واکسین وکړي، د روغتیا برخه به ورته لازم امکانات برابر کړی.
د تاوتریخوالي د کمولو په دې اوونۍ کې هم طالبان له ولسي خلکو سره تاوتریخوالی کوي، لږ تر لږه باید دې ورځو کې خو یې اجازه ورکړی وی چې تر پنځه کلنۍ ماشومانو ته واکسین رسیدلی وی.
طالبان به له پولیو سره یا مشکل لري او یا نه، د طالب دښمني له افغانانو سره ده او نه غواړي چې افغانستان له پولیو پاک اعلان شي.
ویلی شو، تر څو چې طالبانو جګړه وي، تر هغې افغانستان له پولیو پاک نه شي اعلان کیدلی.