دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 204337
کندهار پوهنتون کي محصلینو ۹مه د حوت د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځل، چي د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري ترڅنګ د پوهنتون استادانو، ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو، سلګونه محصلینو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وو. د غونډي په پيل کي د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د امنيتي ځواکونو د قربانیو او سرښندونو ستاينه وکړه او وویل، امنیتي ځواکونو شپه او ورځ په ځان يو کړې او د هېواد د فرد فرد د سر او مال څخه د ساتني په موخه د خپل سر په قربانیو خدمت کوي، تر څو د وطن شان او وقار وساتي.

د
ښاغلي دستګیري د امنیتي ځواکونو قربانۍ او اتلولۍ د تاریخ هغه درس یاد کړ، چي راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي او هغوی به د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ هیڅکله هیري نکړي.
وروسته د کندهار پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهنمل فیض الله قاضي زاده او د محصلینو په استازیتوب کلثوم او شاه فیصل منلي په خپلو خبرو کي د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو هلي ځلي وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ، چي تل به د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او ترڅنګ به یې ولاړ وي.
د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په استازيتوب ډګروال محمد یحی د ولسونو د دې پراخ ملاتړ او له ملي امنيتي ځواکونو سره د دوی د همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چي د ولسونو په ملاتړ به د امنيت د ټينګښت لپاره نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.
د یادوني وړ ده، چي د حوت ۹مه په افغانستان کي د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځي په نوم سره لمانځل کیږي، چي په همدې موخه روانه اوونۍ په کندهار کي د بېلابېلو قشرونو له لوري امنیتي ځواکونه ستایل کېږي.
https://avapress.com/vdcexe8wfjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته