له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د لوړې د مراسمو ځنډېدو په تړاو د هېواد له سیاستوالو، قومي مشرانو او د افغانستان له نړیوالو شریکانو سره هر اړخیزه مشورې شوې دي.
د ویناپاڼې له مخې، "د کورونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو، لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي."
په ورته وخت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې دي او محمد اشرف غني یې ګټونکی اعلان شوی دی.