دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۱
د مطلب کود : 204353
ارګ: د کورونا وېروس مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالره منل شوي
په داسې حال کې چې د کورونا بحران مخ په پراخېدو دی د افغانستان حکومت وایي چې ورسره جدي مبارزې ته یې چمتووالی نیولی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دغه ویروس سره د مبارزې د نوو هڅو په پار ۲۵ مېلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې. نوموړي په یوه ځانګړې غونډه کې يوې کارډلې ته امر کړی چې د کورونا د خپرېدو د مخنيوي لپاره اړین پروګرامونه پلي کړي.
ولسمشر غني بېلابېلو دولتي ادارو او خصوصي سکتور ته سپارښتنه کړې چې د دغه ويروس په مخنيوي کې همکاري وکړي. د ولسمشر د دستور له مخې، په هوايي او ځمکنيو لارو کې باید د مخنيوي او څارنې ځانګړي وسایل هم ځای پر ځای شي.
ښاغلي غني مالیې وزارت ته امر کړی چې ۱۵ میلیونه ډالره عامې روغتیا وزارت ته ورکړي او لس مېلیونه ډالره نور هم احتیاطي ورته وساتي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، یاد وزارت هغه بودجه برابرولی شي چې عامې روغتیا وزارت ورته له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت وايي له کورونا سره د مبارزې لپاره يې هڅې په پنځو برخو ورټولې دي چې د خپرېدو مخه یې ونيسي.
د دغه وزارت چارواکي وايي اوس ورته د پېښو څارنه او تشخیص، د ادارو تر منځ همغږي، د تاييد شوو پېښو مدیریت، د صحي خدمتونو ډېرول، د خطرونو او اړتیاوو مديریت لومړيتوب لري.
 
https://avapress.com/vdccp0qi12bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته