کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو: افغان سیاستوال دې سیاسي ثبات نه ګواښي؛ د سولې بهیر ملاتړ دې وکړي

7 حوت 1398 ساعت 19:40

د ناټو سرمنشي په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو ویلي، د ټاکنیزو بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید د اساسي قانون له مخې حل شي.


ناټو پر ټولو افغان سیاستوالو د داسې ګامونو د نه اخېستو غږ کړی چې ترینګلتیا ډېروي او سیاسي ټیکاو کمزوری کوي.
د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ له ادرسه په خپره شوې ویناپاڼه کې د تېرو ټاکنو پر مهال د افغانانو ګډون ستای شوی، چې په ټاکنو کې په ګډون یې خپل دیموکراتیک حقونه وازمایل.
ناټو وايي، د ټاکنیز بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید له حقوقي کړنلارو حل شي.
د ناټو په خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې د سولې بهیر ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي.
 


د مطلب کود: 204355

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204355/ناټو-افغان-سیاستوال-دې-سیاسي-ثبات-نه-ګواښي-د-سولې-بهیر-ملاتړ-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com