خو وسله والو طالبان په یوه سملاسي غبرګون کې ویلي چې دا چاودنه دوی پورې اړه نه لري او د "شومو استخباراتي حلقو" هڅه کېدلی شي.
د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا کار ښایي د "بدګومانۍ رامنځته کولو لپاره شوی وي.
یاده دې وي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوونۍ نن پنځمه ورځ ده. امریکا او وسله والو طالبانو د خپلمنځي خبرو له لارې په دې اوونۍ کې پر یو بل د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه.
همدا راز افغان حکومت هم هوکړه کړې چې په دې اوونۍ کې به د طالبانو پر مرکزونو بریدونه نه کوي، خو که پر افغان امنیتي ځواکونو برید وشو نو ځواب به ورکوي.