دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 204421
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي د زرغون بهیر بنسټ هغه شکایتونه یې رد کړ چې پر خواله رسنیو د دې بهیر مشر او په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح ته د "سپکاوي او کنځلو" په اړه شوی وو. د لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې ویل شوي دا شکایتونه یې ځکه رد کړي چې پخپله د ښاغلي صالح لخوا نه وو ثبت شوي. اعلامیه زیاتوي په ۳۹ شکایت لیکونو کې له هغو ۳۹ کسانو شکایت شوی چې د ادعا له مخې ښاغلي صالح ته یې "سپکاوی کړی او هغه یې کنځلی دی."
خو اعلامیه وايي دا شکایت لیکونه د زرغون بهیر د سیاسي کمېټې د مشر له خوا لاسلیک شوي او لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.
لویه څارنوالي وايي چې د جزا قانون د ۶۸۱ مادې له مخې په خپله متضرر باید شکایت وکړي او که "دا شکایتونه په خپله د متضرر کس په لاسلیک لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي نو د قانون له حکمونو سره سم به وڅېړل شي."
 
https://avapress.com/vdcir5arzt1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته