کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"سبا په قطر کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په شتون کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیکیږي"

9 حوت 1398 ساعت 12:40

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ټاکل شوې چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.



ټاکل شوې سبا (شنبه کب ۱۰/فبرورۍ ۲۹) دا تړون د قطر په دوحه کې لاسلیک شي. د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار برابره او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین الافغاني خبرې پيل شي.
تر اوسه دې تړون ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې یوه بله ښکېله سرچینه وايي، ددې تړون له لاسلیک وروسته به د تاوتریخوالي د کمېدو بل پړاو پیل شي او ورسره به په دوو اونیو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په یوه اروپايي هېواد کې بشپړ چمتووالی ونیول شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل: "د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون به سبا د فبرورۍ ۲۹ له غرمې وروسته لاسلیک شي."
 


د مطلب کود: 204451

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204451/سبا-په-قطر-کې-د-۳۰-هېوادونو-استازو-شتون-طالبانو-او-امریکایانو-ترمنځ-سولې-تړون-لاسلیکیږي

آوا
  https://www.avapress.com