دخپریدو نیټه :جمعه ۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 204456
غونډه کي د ملي امنیت شورا څخه راغلي پلاي د هوایي ډګر د ستونزو اړوند خپل ترتیب سوي راپور د ګډونوالو سره شریک کړ، چي د ځینو مسؤلینو تر منځ نه همږغي، وظیفي تداخل، د امنیتي مسؤلینو تر منځ ځیني ستونزي، د دیپلوماتانو او ملګرو ملتونو نړیوال سازمان څخه راتلوونکو مسؤلینو سره غیر اصولي چلند، د کارګو د تخلیې اړوند ځیني ستونزي، د ځانګړو میلمنو د سالون څخه غیر اصولي ګټه اخیستنه، د برق نشتون، د خاصو میلمنو او مسافرو لپاره د موټرونو تمځای ستونزه، د امنیتي کامرو نشتون او هوایي ډګر ته د دخولي کارټونو پر وخت نه ورکړه یې د اساسي ستونزو په ډول یادي کړې.

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د پنج شنبې په ورځ احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کي د ستونزو د حل او اسانتیاو رامنځته کولو اړوند جوړه سوې همږغۍ غونډه کي وکړې، چي پکښي د هوايي ډګر د ستونزو د حل په موخه د ملي امنیت شورا څخه راغلي پلاوي، ملي امنیت رئیس، امنیت امر او د هوایي ډګر اړوند د ۱۸ ادارو ټولو داخلي او خارجي، ملکي او نظامي مسؤلینو حضور درلود.
غونډه کي د ملي امنیت شورا څخه راغلي پلاي د هوایي ډګر د ستونزو اړوند خپل ترتیب سوي راپور د ګډونوالو سره شریک کړ، چي د ځینو مسؤلینو تر منځ نه همږغي، وظیفي تداخل، د امنیتي مسؤلینو تر منځ ځیني ستونزي، د دیپلوماتانو او ملګرو ملتونو نړیوال سازمان څخه راتلوونکو مسؤلینو سره غیر اصولي چلند، د کارګو د تخلیې اړوند ځیني ستونزي، د ځانګړو میلمنو د سالون څخه غیر اصولي ګټه اخیستنه، د برق نشتون، د خاصو میلمنو او مسافرو لپاره د موټرونو تمځای ستونزه، د امنیتي کامرو نشتون او هوایي ډګر ته د دخولي کارټونو پر وخت نه ورکړه یې د اساسي ستونزو په ډول یادي کړې.
د راغلي پلاوي مسؤلینو د هوايي ډګر ټولو مسؤلینو ته وویل، د ټولو دیپلوماتانو سره دي د نړیوالو قوانیو مطابق چلند ترسره سي، د هوایي ډګر د ډاډمن امنیت لپاره دي هر اړخیزي هڅي وسي، امنیتي کامري دي بشپړ فعالي سي، د Olive ګروپ کارمندان دي د خارجي میلمنو سره د اصولو له مخي چلند وکړي، په هوایي ډګر کي دي واحده رهبري رامنځته سي او هوایي ډګر ته د راتلوونکو موټرانو د کارډونو توزیع چټکه سي.
وروسته کندهار والي حیات الله حیات د غونډي ګډونوالو ته وویل، احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کي دي د فساد مخنیوي او اسانتیاو رامنځته کولو ته جدي هڅي وسي او په خبره یې، هوایي ډګر د کندهار لومړی تصویر دي او دلته باید هر څه د نړیوالو قوانینو له مخي ترسره سي.
ښاغلي حیات یادونه کړه، چي د خاصو میلمنو د موټرانو پارکینګ چاري رواني دي او د عمومي پارکینګ لپاره هم ځای ټاکل سوي، چي راتلوونکې اوونۍ به د موټرانو تمځای او زرغونې ساحې رغینزو چارو پیلیدو ته زمینه برابره کړي.
کندهار والي زیاته کړه، هیڅ سلاح لرونکي کس دي تر نن وروسته د خاصو میلمنو سالون ته نه ننوزي، د جمهور رئیس د حکم له مخي یوازي لوړ پوړي مسؤلین د تلاشي ورکولو مستثنی دي او نور ټول کسان باید تلاشي ورکړي او د خبرو په دوام یې وویل، چي د هوایي ډګر د بریښنا او امنیتي کامرو ستونزه به ژر تر ژره حل سي.
ښاغلي حیات زیاته کړه، چي احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کي هیڅ ډول غیر قانوني کړنه ورته د منلو وړ نده او تر نن وروسته یوازي د بهرنیو چارو ریاست استازي هوایي ډګر کي د لوړ پوړو خارجي او داخلي میلمنو د تشریفاتو مسؤلیت لري او د وظیفوي تداخل د مخنیوي او ښې رهبرۍ د رامنځته کیدو یې جدي لارښوونه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcgnt9x3ak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته