کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرونا ويروس د مخنیوي له پاره دي بشپړ چمتوالی ونيول سي

9 حوت 1398 ساعت 14:53

د اداري مجلس په اوونیزه غونډه کي د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کندهار کي پر بشپړ چمتووالی ټینګار وسوو
د پنجشنبې په ورځ د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکرېزوال، د ملګرو ملتونو د روغتیا اړوند موسساتو مسؤلینو ادارو استازیو او د ټولو دولتي ادارو رئیسانو او استازیو ګډون کړی وو.
د اداري مجلس په پيل کي د جمهورئيس د حکم په اساس د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د کندهاروالي په مشري ولایتي کمیټه معرفي سوه، تر څو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي هلي ځلي وکړي.



د موضوع اړوند عامي روغتیا رئیس ډاکټر محمدطاووس اشرف نادري، د ملګرو ملتونو سازمان د روغتیا برخي موسساتو مسؤلینو په پوره همږغۍ د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د محافظتي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او وویل، موږ د کرونا ویروس واقعاتو د څارني او پېژندني لپاره په هوایي ډګر او سرحدي نقطو کي د پیژندني ټیمونه ګمارلي، تر څو د پېښو د مدیریت، روغتیایي خدمتونو د ترویج، عامه پوهاوي، د ګواښونو مخنیوي، اړتیاو سنجولو او اړوند موضوع کي لازم چمتووالی ولرو.
ورپسې د اجنډا له مخي د چاپیریال ساتني ادارې رئیس انجینر امان الدین حمیدي وویل، د جمهور رئیس محمد اشرف غني ۲۰مه د حوت د نهال اېښووني ملي ورځ ټاکلې او د ځینو دولتي ادارو ځانګړې کمېټه جوړه سوې، تر څو د عامه پوهاوي پروګرامونو ترڅنګ د زرغون ښار جوړولو لپاره اړین پروګرامونه تطبیق کړي، چي په اړه یې کندهار والي د کمیټې غړو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چي د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل او د ښار د سرسبزۍ لپاره د اړتیا مطابق نیالګي کښېنوي.
په اداري مجلس کي د عامي روغتیا رئیس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري د روغتیايي مرکزونو د ایجاد، د احمدشاه بابا نړۍوال هويي ډګر څخه میرویس حوزوي روغتون ته د قاچاق بندیانو راوستلو او د عامي روغتیا ریاست اړوند مرکزونو کي د نیالګیو د اېښودلو په برخه کي د همکارۍ غوښتنه وکړه، چي د اړوندو ادارو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکول سو.
په نننۍ اداري غونډه کي د کندهار د ازادۍ مطبعې امر محمد طارق د مطبعې د فعالیتونو په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه، یاده مطبعه د نویو ماشینونو او مسلکي کارکوونکو په مرسته څلور ډوله چاپ کوي او د دولتي ادارو ټولو چاپي خدمتونه ترسره کولاي او د یادي مطبعې په پیاوړتیا کي یې د اداري مجلس څخه وغوښتل، چي هر ډول چاپي اسناد د دوی لطریقه چاپ کړي، تر څو دغه مطبعه بیرته پر پښو ودریږي، چي په اړه یې کندهار والي ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه وکړه، چي ټولي چاپي چاري په ازادۍ مطبعه کي ترسره او د پیسو په ورکړه، کي یې هېڅ ډول ناغېړي ونه کړي، ځکه په خبره یې ازادۍ مطبعه د دولتي ادارو د چاپي خدماتو لپاره پرانیستل سوې او باید ملاتړ یې وسي.
په اداري مجلس کي د اقتصاد رئیس ګل محمد ارین د ۱۴۰۰ کال انکشافي پلان لپاره د پروژو په ترتیب او د لومړیتوبونو د مشخصولو لپاره د همغږۍ غونډو جوړولو خبر ورکړ، چي د کندهار والي له لوري د ادارو ته د لازمو اجرأتو سپارښتنه وسوه.
په اداري مجلس کي یو شمېر نورو ګډونوالو هم خبري وکړې او د کندهار والي له لوري د یو شمېر مسایلو په اړه لازمي لارښووني او سپارښتني وسوې.
 


د مطلب کود: 204462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204462/د-کرونا-ويروس-مخنیوي-له-پاره-دي-بشپړ-چمتوالی-ونيول-سي

آوا
  https://www.avapress.com