کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین د طبي مرستو پیټی نن ایران ته رسیږي

9 حوت 1398 ساعت 14:53

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي وویل د چین د حکومت او د سره صلیب لخوا له کورونا وایروس سره اړونده لومړنی پیټی نن په یوه (۱) خصوصي الوت کښې ایران ته رسیږي .



پرون له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د درملنې او د  روغتیا د هڅاندې برخې له اقداماتو سره د مرستې په زمینې کښې د خارجه وزارت لخوا د ترسره شویو اقداماتو په تشریحولو سره وویل له دوستو هیوادونو څخه په خپله خوښه د مرستو ترلاسه کول تعقیب شوي چې سوکه سوکه د نهايي کیدا په حال کښې دي او د چین د حکومت او د سره صلیب لخوا په دې زمینه  کښې د مرستو لومړی پیټی به نن ایران ته راورسیږي .
د چین په دغو مرستو کښې د کورونا وایروس د ازموینې کابو شل زره (۲۰۰۰۰) کیټونه او نور ضرور شیان شامل دي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس  موسوي د چین د حکومت او د خلکو له سخاوت څخه د ډکو مرستو په قدرونې سره وویل د چین او د نورو دوستو هیوادونو د مرستو په هکله به نور جزیات وروسته خلکو ته ورکړل شي .
موسوي وویل په ایران کښې د کورونا وایروس د خپریدا له تائیدیدا وروسته خارجه وزارت له دغه وایروس سره د مبارزې د کمیټۍ په جوړولو سره د روغتیا وزارت په څنګ کښې د طبي ضرورتونو د تامینولو په شمول د کورونا وایروس د نړیوالو اړخونو تعقیبول په اجنډا کښې شامل کړي دي .
په ټوله نړۍ کښې تراوسه دوه اتیا زره (۸۲۰۰۰) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي چې څه د پاسه دوه دیرش زره (۳۲۰۰۰) یې ښه شوي او اتویشت سوه (۲۸۰۰) نور بیا وژل شوي دي .
 


د مطلب کود: 204463

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204463/د-چین-طبي-مرستو-پیټی-نن-ایران-ته-رسیږي

آوا
  https://www.avapress.com