دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 204470
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د پوښتنو او ځوابونو ناسته کې وویل،‌ پر ایران یې نظر ډېر دی چې افغانستان کې د سولې هڅې ګډوډې نه کړي. په پام کې ده چې نن (شنبه، فبروري ۲۹مه) تر یوې اونۍ اورکم وروسته په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.

ویل کېږي د سولې د دغه تړون لاسلیکېدو ته به د کابو دېرشو نړیوالو سازمانونو استازي ورځي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار هواره شي.
ددې هوکړې په لاسلیکېدو به،‌ د بین الافغاني خبرو لپاره هم زمینه برابره شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، یو شپږ کسیز پلاوی یې له طالبانو سره د لومړنیو خبرو لپاره دوحې ته استولی دی.
خو طالبان وايي، په دوحه کې به له افغان پلاوي سره خبرې ونه لري.
 
https://avapress.com/vdccm0qix2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته