دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 204471
د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر سبا کابل ته ځي
د ناټو عمومي منشي او د امریکا دفاع وزیر له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام په اړه د ګډې اعلامیې لاسلیکولو لپاره کابل ته ځي. د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ به سبا ( شنبه ۲۹ فبروري ) په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې د تړون تر لاسلیک وړاندې په کابل کې له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام ګډه اعلامیه لاسلیک کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند دواخان مينه‌پال وايي د دغې اعلامیې موخه د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام ډاډ دی.
له دې سره جوخت له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره هم چمتووالی روان دی. افغان چارواکي وايي له طالبانو سره د افغان حکومت د لومړني تماس يوه ډله هم د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلې.
د افغان ولسمشر وياند صدیق صديقي وايي افغان حکومت دا ډله د امریکا او طالبانو په غوښتنه جوړه کړې او همدا اوس په قطر کې ده خو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون نه کوي.
له دې وړاندې ویل شوي وو چې دغه ډله به د طالبانو او حکومت د بندیانو د آزادېدو پر څرنګوالي هم لومړنۍ خبرې وکړي. خو ښاغلی صديقي وايي د طالبانو پر بندیانو به وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې بحث کېږي.
ښاغلی صديقي وايي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته هم پلاوی چمتو دی. هغه وايي دا ځل به د افغان حکومت پلاوی اغېزناک خو محدود وي.
 
https://avapress.com/vdcd5o0xfyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته