کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د دايمي سولي او اوربند غوښتنه کوي

10 حوت 1398 ساعت 18:54


يادي ولسوالۍ اوسېدونکو د يوه سوله يز حرکت په ترڅ کي د جنګ له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه، چي نور جنګ پای ته ورسوي او دايمي اوربند اعلان کړي.
د پنجوايي ولسوالي اوسېدونکو د يوه سوله يز حرکت په ترڅ کي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوونيز تاوتريخوالي د کمښت هرکلی وکړ او د جنګ پر ښکېلو اړخونو ئې ږغ وکړ، چي دايمي اوربند اعلان کړي او جنګ ته د پای ټکی کښېږدي.
هغوئ وايي جنګ ورته ځاني او مالي او زيانونه اړولي او ډېری کسان ئې له خپلو کورونو او دوستانو ليري کړي ، چي نور بايد دغه وضعيت پای ته ورسيږي.
د رواني اوونۍ له شنبې ورځي راهيسي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ  يوه اوونۍ د تاوريخوالي کمښت اعلان سوی، چي د افغانانو د تود هرکلي سره مخ دی او د دايمي کېدو غوښتنه ئې کوي.


د مطلب کود: 204525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204525/د-کندهار-پنجوايي-ولسوالۍ-اوسېدونکي-دايمي-سولي-او-اوربند-غوښتنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com