افغان طالبانو او امریکا شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.
دې غونډې ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویناوې وکړې. هوکړه لیک د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له خوا ملا برادر لاسلیک کړه.
ملا برادر غونډې ته وینا کې وویل، طالبان د دې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي. ده هیله وښودله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانان د اسلامي نظام په سېورې کې د ارام سا واخلي.
ده له ټولو افغان اړخونو وغوښتل چې په صادقانه ډول د "خپلواک قوي اسلامي" نظام لپاره د مذاکراتو میز ته را وړاندې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دې غونډې ته وویل چې امریکا، نړیواله ټلواله، افغان حکومت، افغانان، افغان سیاستوال او طالبانو ته په کار دي چې د سولې لپاره جدي کار وکړي او قرباني ورکړي.