د شنبې په ورځ په ۲۰۵ اتل قول اردو کي کندهار والي حیات الله حیات، د نظامي شورا ټولو لوړ رتبه مسؤلینو، په جنوب کي د قاطع ملاتړ ماموریت مشاورینو، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال، علماوو شورا او ښځو چارو رئیسانو، د ګڼ شمېر سکټوري ادارو مسؤلینو، د ټولني یو شمیر فعاله مېرمنو، مدني فعالانو، کوچنیانو، علماوو او د ټولني د بېلابېلو اقشارو څخه راغلو سلهاو ولسونو د حوت ۹مه د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په جوش او ولولو ولمانځل.