دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 204612
په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله د یوه تر مړه کېدا وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د نورو پېښو 'شونتیا' شته، خو له خلکو یې غوښتي چې ونه وېرېږي. دا لومړنی کس د امریکا واشنګټن ایالت په شمال لویدیځ کې مړ شوی. چارواکو ویلي، مړ شوي کس تر پنځوسو کلونو ډېر عمر درلود او له روغتیايي ستونزو کړېده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "ښايي" د کورونا نورې پېښې هم ثبت شي، خو وايي امریکا هر ډول حالت کابو کولو ته چمتو ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه په کورونا (کووید -۱۹) وېروس د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې تر ۸۵ زرو ډېر کسان اخته شوي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ یې مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdca6ynuu49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته